IQNA

   په الازهر جامع جومات کې د اسلام د تبلیغ اتمه اوونۍ ترسره کېږي

5:28 - July 10, 2025
د خبر لمبر: 3491385
ایکنا - د مصر   اسلامي څېړنیز کمپلیکس ، د  الازهر  په جامع جومات کې د اسلام د تبلیغ اتمې اوونۍ د ترسره کېدو اعلان وکړ.

 ایکنانیوز د المصراوي له قوله راپور راکړ، د اسلام د تبلیغ اتمه اوونۍ د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۱۵مه) پیل شوې او له بېلابېلو پروګرامونو او فعالیتونو سره مل ده.

د مصر د اسلامي څېړنو د مجمعې عمومي منشي محمد الجندی، (چې له الازهر سره تړاو لري) په دې اړه وویل: د دې اوونۍ فعالیتونه د نبوي هجرت د لمانځنې له  شپو ورځو سره هم‌مهاله دي، چې د اسلام په تاریخ کې یو له مهمو تبلیغي فعالیتونو څخه دی.

نوموړي زیاته کړه: دا ډول علمي او تبلیغي فعالیتونه د الازهر د هغو هڅو په چوکاټ کې  کېږي، چې د دیني خطابې د پیاوړتیا په موخې سره، پر ژور درک، علمي او سیستماتیک اصولو ولاړ دي او په ټولنیز پوهاوي کې اغېزشیندونکي دي.

د راپور له مخې، د اسلام د تبلیغ اتمه اوونۍ د «نبوي هجرت؛ الهي تدبیر او انساني اړخ» تر سرلیک لاندې د الازهر د شیخ احمد الطیب په ملاتړ په الازهر جامع جومات کې ترسره کېږي او موخه یې د الازهر رول پیاوړی کول دي، څو د اسلام د تبلیغ بیرغ وساتي او د اسلامي ارزښتونو په اړه پوهاوی زیات کړي.

د دغې اوونۍ پروګرامونه د «د رسول الله (ص) هجرت؛ هغه پیښه چې د تاریخ لاره ئې بدله کړه» تر سرلیک لاندې یو سمینار سره پیل شو ، چې په دغه سمینار کې د الازهر او د مصر د اسلامي څېړنو د مرکز یو شمېر عالمانو ویناوې وکړې.

د اسلام په تاریخ کې د هجرت مقام، د هجرت رول د اسلام د پیغام په پراخولو کې له عربي ټاپووزمې هاخوا او د هجرت اغېز د ټولنیزو اړیکو په بیا رغولو کې د ورورولۍ او عدالت پر بنسټ، د دغه سمینار  یوه مهمه  موضوع  وه.

د الازهر د لوړپوړو عالمانو د ټولنې غړي احمد عمر هاشم،  وویل: د رسول الله (ص) هجرت یوه ستره پیښه ده، چې د اسلام په تاریخ کې تر ټولو مهمه پیښه یاده شوې، یعنې د رسول الله (ص) له مکه څخه مدینې ته هجرت، چې د خدای په امر ترسره شو، ترڅو یوه نوې ټولنه جوړه شي او یو داسې حکومت تاسیس شي، چې له هغه څخه د اسلام پیغام د نړۍ بېلابېلو برخو ته خپور شو او دا پیښه له مهمو اخلاقي درسونو او ارزښتونو سره مل وه.

https://iqna.ir/fa/news/4293252

captcha